خانهافغانستانافغان لوبډلې په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

افغان لوبډلې په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د متحده عربي امارات لوبډلې د ۱۶۰ منډو هدف د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او په دې توګه یې په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن(دوشنبه، د فبروري ۱۶مه) د ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزي او دروېش رسولي د غوره توپوهنې پرمټ د متحده عربي امارات لوبډلې د ۱۶۰ منډو هدف د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او په ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

عظمت عمرزي د لوبې غوره لوبغاړو جایزه ترلاسه کړه. نوموړي په دغه لوبه کې د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي سوزولي او همداراز یې په توپ وهنې کې هم غوره کارګردګي درلوده.

له دې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر او د نړیوال کرکټ ځلانده ستوري راشد خان لومړنی توپ اچونکی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې ۷۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

باید وویل شي چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې په دوو پرلپسې لوبو کې له نیوزیلنډ او سویلي افریقا څخه ماتې منلې وې او بل پړاو ته د تلو چانس یې کم دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه