د واشنګټن او تهران ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د دواړو هېوادونو استازي د دویم پړاو خبرو لپاره په سویس کې سره کېني، او تازه د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د سویس ژنو ښار ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې چې عباس عراقچي به هلته د عمان او سویس له چارواکو سره هم پر بېلابېلو مسایلو ناستې او کتنې ولري.
عباس عراقچي داسې مهال سویس ته رسېدلی چې تازه د ایران د امنیت شورا مشر، علي لاریجاني ویلي چې هېواد یې د عادلانه اټومي مذاکراتو لپاره چمتو دی.
بلخوا تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي وو چې د دوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ایران سره هوکړه غواړي، خو په وینا یې چې دې هوکړې ته رسېدل هم ډېر ستونزمن ښکاري.
خو تر هغې مخکې بیا د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې که خبرې ادامه پيدا کړي، دواړه هېوادونه یوې ښې پایلې ته رسېدلی شي.
عباس عراقچي ویلي وو چې د ایران اټومي وسلې نه جوړوي، خو د یورانیمو غني کول یې حق دی.
د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې په ایران کې له خونړیو لاریونونو وروسته لا پسې زیاتې شوې.


