د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا په په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان او وردګ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۴۵ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ – ۴۵ سانتي مترو پورې اټکل کېدای شي.
د ترانسپورت او هوايی چلند وزارت همداراز په لوېدیځو، سوېلي، او سوېل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په بېلابېلو سیمو کې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۹۵ کیلو مترو پورې وي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې درانه واورین ورښتونه وشول چې په پایله کې یې سلګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان هم شول.


