د کرکټ نړیوالې شورا له هڅو وروسته، نن(یکشنبه، د فبروري ۱۵مه) د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو سیالیو په لړ کې هند او پاکستان د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. یو شمېر سرچینو ویلي، د پاکستان د کورونیو چارو وزیر او د دغه هېواد د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي په کولمبو کې د پاکستان لوبډلې او روزنکو سره د نننۍ لوبې په اړه خبرې کړي دي. له دې سره له کولمبو لوبغالي بهر ګڼ شمېر مينهوال لوبغالي ته د دننه کېدو په تمه دي.
نن د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اوریزو سیالیو د اې ګروپ په ۲۷مه لوبه کې د هند او پاکستان ستره لوبه کېدونکې ده.
دا لوبه وروسته له هغه وشوه چې پاکستان له نړیوال جام د بنګله دېش له وتلو وروسته په اعتراض کې د هند پر وړاندې د لوبې د بایکاټ ګواښ وکړ.
سلمان آغا خبریالانو ته وویل:
“زه تمه لرم چې لوبه به په ورته روحیه ترسره شي چې د ټورنمنټ له پیل راهیسې شتون لري.”
کله چې د لوبغاړو د لاسونو د ورکولو په اړه وپوښتل شول، هغه زیاته کړه: “موږ به سبا په دې اړه وګورو.”
د لوبې په ورځ د باران وړاندوینې سره، سلمان ټینګار وکړ چې د پاکستان لوبډله د لوبې د هر ډول لنډوالي لپاره چمتو ده. هند او پاکستان دواړو تر اوسه پورې په دې جام کې خپلې دوه لوبې ګټلي دي.
باید وویل شي چې د هند او پاکستان ترمنځ دې لوبې ته په ټوله نړۍ کې میلیارډونه کسان په ټلویزیون او زرګونه نور یې لوبغالي کې په تمه ناست دي.


