خانهافغانستاند افغانستان او د روسیې داغستان ترمنځ  د څه باندې ۱.۵ میلیون...

د افغانستان او د روسیې داغستان ترمنځ  د څه باندې ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د هېواد سوداګرو د روسیې د داغستان له سوداګرو سره د څه باندې ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د سوداګرۍ خونې نن(شنبه، د سلواغې ۲۵مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې دا تړونونه د ترانسپورت او خوراکي توکو په برخو کې دي.

دا تړونونه په داسې حال کې لاسلیک شول چې د روسیې د فدراسیون د دې خپلواک جمهوریت چارواکو او د ا.ا چارواکو هم په دې وروستیو کې سفرونه کړي دي.

له څلورو میاشتو څخه زیات د پاکستان سره د پولې او سوداګریزو لارو تړلو وروسته، ا.ا هڅه کوي چې د هېواد د سوداګرۍ لپاره بدیل لارې ومومي.

ا.ا چارواکو تر دې وړاندې د له بېلابېلو هېوادونو سره پر دې ناسته کړې چې د افغانستان خوراکي او غیر خوراکي توکو لپاره هوایي دهلېزونه پرانیزي.

له دې څخه، هند سره د اړیکو غوړېدلي او ایران سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې ده.

له بلې خوا، د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وایي چې که څه هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت پورته شوی، خو د پاکستان سره د پولې او سوداګریزو لارو له تړلو وروسته، په هېواد کې د خوراکي توکو، صنعتي خامو موادو په بیه کې بدلون نه دی راغلی او درملو بیې زیاتې شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه