خانهافغانستاند روژې په مبارکه میاشت کې د دولتي کارکوونکو کاري مهالوېش په...

د روژې په مبارکه میاشت کې د دولتي کارکوونکو کاري مهالوېش په ډاګه شو

د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د روژې په مبارکه میاشت کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وخت وختونه اعلان کړل.

د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن(شنبه، د سلواغې ۲۵مه) باختر خبري اژانس ته لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې روژه کې کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو د پنجشنبې ورځو په شمول د ماسپښین د لمانځه له دمې سره دې پای ته رسېږي.

 یاد وزارت همداراز زیاته کړې، چې تولیدي، خدماتي موسسې، تل فعال برخې، روغتیايي، نشراتي، ښوونې او روزنې او د لوړو زده‌کړو موسسې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای مهال وېشونه تنظیم کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ګوټ ګوټ کې د اسلام دین پر بنسټ د روژې مبارکه میاشت پیل شي. باید وویل شي چې د روژې مبارکې میاشتې لومړنۍ ورځې په اړه به وروسته اعلان وشي.

د یادولو ده چې د یو لمریز کال په اوږدو کې د ژمي، پسرلي او روژې مبارکې میاشتې لپاره کاري ساعتونه په دولتي ادارو کې بدلون کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه