خانهافغانستانغزني کې کابو ۱۷۳۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

غزني کې کابو ۱۷۳۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

د ا.ا د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ویلي، د سندونو او مدارکو څېړلو وروسته په غزني کې د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي په نوم کابو ۱۷۳۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه.

د ا.ا د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې نن(شنبه، د سلواغې ۵مه) ویلي، د غزني په مرکز کې د ۹۱۵ جریبه غصب شوې ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، د یادې ځمکې د امارتي‌توب پرېکړه وکړه.

د دغې محکمې په وینا، یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو اخیستو وروسته د یادې ځمکې د امارتي‌توب پرېکړه وکړه.

باید وویل شي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې په جریبو جریبو ځمکې امارتي تثبیت کړې ده.

د یادولو ده چې د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه