خانهنړۍامریکا یو ځل بیا پر یوې کښتۍ هوایي برید کړی

امریکا یو ځل بیا پر یوې کښتۍ هوایي برید کړی

د امریکا پوځ تېره ورځ په کارایب سمندر کې پر یوې کښتۍ هوایي برید کړی او په پایله کې یې درې کسان وژل شوي دي.

د امریکا سویلي قوماندۍ ساث‌کام په لاتینې امریکا او کارایب کې د پوځي عملیاتو مسوولیت لري، دوی دا برید د “وژونکي جنګي برید” په توګه بیان کړ او ادعا یې وکړه چې دا د نشه‌یي توکو شکمن قاچاق وړونکي په نښه کړي دي.

د رسمي احصایو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر راهیسې، د امریکا ځواکونو لخوا په کارابین او ارام سمندر کې په کښتیو بریدونو کې لږترلږه ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.

د امریکا سویلي قوماندې د برید یوه ویډیو خپره کړه، چې د کښتۍ د ویشتل کېدو او د هغې بشپړ ویجاړتیا ښیي.

دا برید په داسې وخت کې کیږي چې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو کارپوهانو په مکرر ډول دا ډول عملیات غیر قضايي اعدامونه بللي دي.

د دوی په وینا، حتی که په کښتیو کې مسافر د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور تورن وي، د قانوني اقداماتو پرته مستقیم د دوی په نښه کول د نړیوالو معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

تیره دوشنبه، د امریکا ځواکونو په ختیځ ارام سمندر کې په یوه کښتۍ برید وکړ، دوه کسان یې ووژل او یو یې ژوندی پرېښود.

د امریکا سویلي قوماندې وویل چې په وروستي برید کې یو ژوندی پاتې شوی، خو د هغه د وضعیت یا د ژوندي پاتې کېدو د امکاناتو په اړه یې جزییات ورنه کړل.

په نړیوالو اوبو کې په کښتیو باندې د امریکا لومړۍ حمله د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې وشوه، چې په ترڅ کې یې دوهم برید په هغو ژوندي پاتې شویو کسانو ترسره شو چې د ویجاړې شوې کښتۍ په کنډوالو پورې تړلي وو.

دې کړنې د نیوکې څپه راوپاروله او د دفاع وزیر او د عملیاتو قوماندان په ګډون یې د امریکا لوړ پوړي حکومتي چارواکي تر څارنې لاندې راوستل.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه