Tuesday Oct 16, 2018

نړیوال بانک د افغانستان په AIB بانک کې پانګونه کوي

نوشته شده توسط khaama - Tue Nov 28 2017, 6:01 am

د نړیوال بانک چارواکي وایي په افغانستان کې د بانکي سکټور د پیاوړي کولو او د سوداګرو لپاره د مالي اسانتیاو د برابرولو په موخه د افغانستان په نړیوال بانک یا AIB بانک کې پانګونه کوي.

چارواکي زیاتوي، چې د نړیوال بانک اړوند د نړیوال مالي شرکت یا IFC په دې خاطر د افغانستان په نړیوال بانک یاAIB  بانک د سرمایې په برخه کې ۷،۵ فیصده پانګونه کوي.

د افغانستان نړیوال بانک اجرائیه رئیس ټوني بارنیډ وویل، چې د کوچني او د منځني کچې شرکتونو لپاره د مالي اسانتیاوې برابرول د دې بانک په لومړیتوبونو کې شامل دي.

نومړی زیاته کړه، چې د نړیوال بانک له پانګونې سره به د افغانستان نړیوال بانک وکلای شي چې د دغو شرکتونو لپاره نوې مالي اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د نړیوال مالي شرکت لوړپوړی مدیر نعیم صدیقي وویل، چې د اقتصادي او ټولنیز ودې لپاره د کوچني او د منځني شرکتونه یو مهم رول ولوبولی شي خو په افغانستان کې اکثر کسان په دغو اسانتیاو کې لاسرسی نه لري.

د ښاغلي صدیقي په وینا، د نړیوال بانک او د افغانستان نړیوال بانک د نوې پروژې له تطبیق سره به د دغو شرکتونو لپاره نورې مالي اسانتیاوې برابرې شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید