خانهافغانستانکاپيسا کې د غر ښویېدنې له امله څلورو کسانو ژوند بایللی

کاپيسا کې د غر ښویېدنې له امله څلورو کسانو ژوند بایللی

تېره شپه په کاپیسا ولایت کې پر یو کور د غر نړېدو او کاڼي پرېوتو له امله څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه د کاپیسا مرکز اړوند په «الیاس‌خېل شُوخِی» سیمه کې شوې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې خونړۍ پېښه کې دوه کوچني ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی مړه شوي او د دریو ښځو او دریو سړیو په ګډون شپږ کسان نور ټپیان شوي دي. 

د سرچینې په وینا چې ټپیان له خاورو را ایستل شوي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. 

که څه هم تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی ښودل شوی، خو په افغانستان کې تر دې مخکې هم هغه کورونه د ورته پېښو له امله ویجاړ شوي چې معمولاً د غرونو په لمن یا کړنګونو کې اباد شوي وي.

د یادولو ده چې په هېواد کې د غرونو د ښويېدو ستر لاملونه ځمکلړزې، بارانونه او نورې طبیعي پېښې هم بلل کېږي.

بلخوا کارپوهان وایي چې د هېواد په ځینو غرنیو ولایتونو کې ډېر کسان په داسې سیمو کې اوسېږي چې هره شېبه د غرونو د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه