خانهافغانستانبادغیس کې څلور کسان د غیرقاني کیندنې په تړاو نیول شوي 

بادغیس کې څلور کسان د غیرقاني کیندنې په تړاو نیول شوي 

د بادغیس مسوولین وایي، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې هغه څلور کسان نیول شوي چې د لرغونو اثارو د ترلاسه‌کولو په موخه یې غیرقانوني کیندنې کولې.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا کسان وړمه شپه د جوند ولسوالۍ په «قلعه جمال» سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي. 

د سرچینې په وینا چې یادو کسانو د تاریخي اثارو د ترلاسه‌کولو هڅې کولې او په همدې موخه په غیرقانوني کیندنو بوخت وو.

د بادغیس مسوولینو ویلي چې له نیول‌شویو کسانو څخه څېړنې پیل شوې او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه کسان د تاریخي اثارو او لرغونو توکو د ترلاسه‌کولو په موخه د غیرقانوني کیندنو په تړاو نیول شوي وو. 

بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار ټینګار کړی چې په هېواد کې غیرقانوني کیندنې جرم دی او په دې تړاو له نیول‌شویو کسانو سره به قانوني چلند کېږي. 

د یادولو ده چې افغانستان ډېرې لرغونې سیمې لري، او ترڅنګ یې تاریخي اثار هم پکې موندل کېدای شي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه