د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د ایران اوسني حکومت د نسکورېدو په تړاو څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې په یاد هېواد کې د رژیم بدلون ښايي «تر ټولو ښه اقدام» وي.
ټرمپ همداراز په منځني ختیځ د نورو ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبره هم کړې او په وینا یې چې ډېر ژر به منځني ختیځ کې «لوی ځواک» ځای پرځای شي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د دواړو هېوادونو ترمنځ اټومي مذاکرات هم پیل شوي، خو تر څنګ یې د یو بل پر وړاندې د پوځي اقدام خبرداري هم تبادله شوي دي.
د امریکا ولسمشر تر دې مخکې هم ایران ته خبرداری ورکړی و چې که روان مذاکرات کومه پایله ونه لري، نو د تهران پر وړاندې د پوځي اقدام انتخاب به وکړي.
د یادولو ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې په ایران کې له وروستیو خونړیو لاریونونو وروسته لا پسې ترینګلې شوې او ټرمپ د ایران پر وړاندې د برید خبرداری هم تکرار کړ.
بلخوا ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دغه هېواد جګړه نه غواړي، خو که برید پرې وشي، تر ټولو چټک او سخت ځواب به وښيي.


