خانهنړۍد اوکراین جګړه؛ "اوکراین باید د سولې په برخه کې زړور ګام...

د اوکراین جګړه؛ “اوکراین باید د سولې په برخه کې زړور ګام واخلي”

د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د لوېدیځ د هڅو په دوام، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي ته خبرداری ورکړی چې د سولې په برخه کې باید چټک ګامونه پورته کړي.

ټرمپ په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د اوکراین پر ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي به فشار زیاتوي چې د سولې په برخه کې زړور اقدام وکړي.

د ټرمپ په وینا چې دا مهال روسیه سولې ته چمتو ده او اوکراین هم په باید په دې برخه کې ګټور اقدام وکړي.

د امریکا ولسمشر دا خبرداری هم ورکړی چې که زېلنسکي ژر اقدام ونه کړي، ښايي دواړه لوري د سولې ښه فرصت له لاسه ورکړي. 

د یادولو ده چې له تېر یو کال راهیسې د امریکا په مشرۍ یو شمېر لوېدیځو هېوادونو د اوکراین جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې پیل کړې دي.  

د اوکراین پر جګړې نږدې څلور کلونه تېرېږي او تر دې دمه د دې جګړې له امله لسګونه زره کسان مړه او لسګونه زره نور ټپيان شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه