د بلخ مسوولین وايي چې په یاد ولایت کې د ۱۴۰۵ کال لپاره د ۱٫۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۳۲ سترو پراختیايي پروژو پلېکېدل پلان شوي دي.
په خبرپاڼه کې د مزارشریف ښاروال، عبدالرحمن همت په حواله ویل شوي چې دا پروژې د دغه ولایت د والي، محمد یوسف وفا په لارښوونه پلان شوې دي.
نوموړي د ښاروالۍ د مشورتي شورا په غونډه کې ویلي چې یادې پروژې د ښاري زیربناوو اساسي برخې رانغاړي، چې پکې د سړکونو قیر او کانکریټ اچونه، د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو جوړښت، د سړکونو جغل اچونه، د لارو او کوڅو روښانول او د شنو ساحو پراختیا شامل دي.
د سرچینې په وینا چې دا پروژې به چې د ښار د بڼې په ښهوالي، د تګ راتګ په اسانتیا او د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د مزارشریف ښاروال همداراز ټینګار کړی چې دا پروګرامونه به د ښاریانو د هوساینې او د پایدار ښاري پرمختګ په برخه کې بنسټیز ګامونه وي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د پراختیایي پروژو چارې په چټکۍ روانې دي.


