الماني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې پرون له پاکستان څخه ۴۷ نور افغانان لېږدولي دي.
په راپورونو کې د جرمني کورنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي چې دا کډوال پرون (چهارشنبه) له اسلاماباد څخه برلین ته لېږدول شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې چې یاد افغانان د «فدرالي منلو پروګرام» په اډاڼه کې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د ويزو له ترلاسه کولو وروسته دې هېواد ته لېږدول شوي دي.
جرمني تر دې مخکې هم له پاکستان څخه سلګونه افغانان یاد هېواد ته لېږدولي وو.
د یادولو ده چې د جرمني ترڅنګ یو شمېر نورو هېوادونو هم وخت په وخت په پاکستان کې مېشت افغانان یادو هېوادونو ته لېږدولي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو او د جمهوري نظام له سقوط وروسته زرګونه افغانان نورو هېوادونو ته د تګ په موخه پاکستان ته لاړل او هلته په اروپايي هېوادونو کې د پناهغوښتنې په موخه مېشت شول.
بلخوا څو ورځې مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستانی حکومت ښايي هغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږي چې امریکا ته د تګ په موخه هلته مېشت شوي دي.


