خانهنړۍد ټرمپ او نتنیاهو شپږمه لیدنه؛ "د واشنګټن او تهران اټومي مذاکرات...

د ټرمپ او نتنیاهو شپږمه لیدنه؛ “د واشنګټن او تهران اټومي مذاکرات دوام لري”

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د شپږم ځل لپاره د اسرائیلو له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره کتلي دي.

د الجزیرې په راپور کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ایران او غزې تړانګې پر وروستي وضعیت خبرې کړې، خو ظاهراً ښکاري چې دوی دواړه پر ایران له بیاځلي برید پر شا شوي دي. 

د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه د تړلو دروازو تر شا پرته له کومې پایلې پایته رسېدلې ده.

د امریکا ولسمشر له دې کتنې وروسته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات دوام لري او همداراز د غزې په اړه هم پرمختګونه شوي دي. 

د یادولو ده چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدو سره هممهاله دا په سپينه ماڼۍ کې د نتنیاهو او ټرمپ شپږمه لیدنه وه چې د تړلو دروازو تر شا پایته رسېږي.  

په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې هم په بېسارې توګه ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ اټومي مذاکرات هم پیل شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه