خانهساېنس او ټکنالوژيایلان ماسک: سپوږمۍ کې د ښار جوړولو هڅې روانې دي

ایلان ماسک: سپوږمۍ کې د ښار جوړولو هڅې روانې دي

د اېکس شبکې (پخواني ټویټر) بنسټګر، ایلان ماسک وایي چې خپل شرکت یې په سپوږمۍ کې د یو پرځان‌بسیا ښار جوړولو هڅې روانې کړې دي.
نوموړي ویلي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به سپوږمۍ کې یو پرځان‌بسیا ښار جوړ کړي.
د ایلان ماسک په وینا چې سپوږمۍ ته سفر دوې ورځې وخت نیسي، په داسې حال کې چې مریخ ته بیا د ورتګ موده شپږ میاشتې ده.
د اېکس شبکې بنسټګر همداراز ویلي چې په مریخ کې هم د ښار جوړولو پلان لري، چې ښايي له پنځو تر اووه‌کلونو پورې وخت ونیسي.
د راپورونو له مخې چې د ایلان ماسک شرکت خپل تمرکز له مریخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او هڅه کوي څو راتلونکو لسو کلونو کې په سپوږمۍ کې پرځان‌بسیا کېدونکی ښار جوړ کړي.
بلخوا پر ایلان ماسک تور پورې شوی چې د اېکس شبکې له پېرلو وروسته یې یاده شبکه له امنیتي ستونزو او ګډوډیو سره مخ کړې ده.
ایلان ماسک هغه شتمن دی چې د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي واک ته رسېدو سره سیاست ته هم داخل شوی، خو د لنډې مودې په تېرېدو سره یې بېرته خپل پام شخصي کاروبار او سوداګرۍ ته اړولی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه