خانهافغانستانبرخلیک ټاکونکې لوبه؛ افغان لوبډله سبا په یوې مهمې لوبې کې سویلي...

برخلیک ټاکونکې لوبه؛ افغان لوبډله سبا په یوې مهمې لوبې کې سویلي افریقا سره کېږي

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د ګروپي سیالیو په لړ کې له یوې ماتې وروسته، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا چهارشنبه په یوه مهمه لوبه کې د سویلي افریقا له ځواکمنې لوبډلې سره مخ شي. دا لوبه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هند په احمداباد کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې ترسره شي.

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د ګروپي سیالیو په لړ کې، ټاکل شوې ده چې سبا(چهارشنبه، د سلواغې ۲۲مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا له لوبډلې سره مخ شي.

دا لوبه د سیالۍ د څلورم ګروپ له مهمو سیالیو څخه ده او افغان لوبډله به د دې لوبې په ګټلو سره به دوه نمرې وګټي او بل پړاو ته د تګ لپاره به یې لاره اسانه شي. خو که چېرته افغان لوبډلې سبانۍ کې ماتې سره مخ شوه نو له نړیوال جام مخته تګ څځه به پاتې راشي. ځکه چې تر دې وړاندې تېرې یکشنبې په ورځ له نیوزیلڼد څخه سخته ماته وخوړه.

په دغې لوبې کې پچه افغانستان وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې نیوزیلنډ ته ۱۸۳ هدف کېښود.

د افغان لوبډلې لخوا په توپوهنه کې ګلبدین نایب او په توپ اچونې کې مجیب ځدران ښه وځلېده.

باید وویل شي چې سویلي افریقا، د نړیوال شل اوریزو سیالیو د تیر پړاو دوهم مقام ګټونکی دی. د نړیوال شل اوریزو درجه بندۍ له نظره، سویلي افریقا په پنځم مقام کې دی او افغانستان په لسم مقام کې دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه