د هوا پېژندنې ملي ادارې اعلان کړی چې نن(سهشنبه، د سلواغې ۱۱مه) د هېواد ۹ ولایتونو کې د واورې، باران او سختو بادونو خبر ورکړی دی.
د وروستیو وړاندوینو له مخې، د بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیکا او بدخشان ولایتونه د باران او واورې اټکل پکې شوی دی.
تمه کیږي چې د دې ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۲۰ ملی مترو پورې وي، او په ځینو ځایونو کې د واورې اندازه به له ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو پورې وي.
د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې هم د نسبتا قوي بادونو امکان شته. او تمه کیږي چې د دې بادونو سرعت په ځینو سیمو کې په ساعت کې د ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.
چارواکو له ښاریانو څخه غوښتي دي چې د سړکونو د ښویېدو، د ځینو غرنیو لارو د بندېدو او د لید د کمښت له امله احتیاطي تدابیر ونیسي.
د یادولو ده چې هر کال، د ژمي موسم په رارسیدو سره، د هېواد ځینې برخې د درنو واورو او مون سون توپانونو شاهدې وي، چې ځینې وختونه د ترافیکو د ګډوډۍ او د لویو لارو د بندېدو لامل کیږي.


