خانهافغانستانله ګاونډیو هېوادونو نږدې ۴۰۰ نورې کډوالې کورنۍ راستنې شوې

له ګاونډیو هېوادونو نږدې ۴۰۰ نورې کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د پاکستان او ایران په ګډون له ځینو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري را ایستلو په دوام، پرون (دوشنبه) په بېلابېلو لارو ۳۹۶ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي. 

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۵، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۷، د سپين بولدک له لارې ۳۲، د هلمند د بهرامچې له لارې ۶ او د تورخم له لارې ۲۸۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې ۶۶۷ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۳۵۳ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو نیول، ځورل او په جبري توګه ایستل زیات شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل‌کېدو ته غبرګون ښودلی او له دغه هېواده یې غوښتي چې افغانانو د جبري ایستلو لړۍ بنده کړي. 

خو پاکستاني او ایراني چارواکي بیا ټینګار کړي چې دوی به له خپلو هېوادونو ټول افغان کډوال وباسي.

په ورته مهال اسلامي امارت بیا ویلي چې تر دې دمه له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه