د غزني مسوولین وایي، چې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل سیمه کې د یو ۵۸۰ او رنجر موټر د ټکر په پېښه کې دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي چې مړهشوي کسان د رنجر دوه سپاره دي.
د خبرپاڼې له مخې چې همدارنګه د دریو ښځو په ګډون څلور کسان د ۵۸۰ موټر مسافر ټپیان شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټر چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
څه موده مخکې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اعلان کړی و چې په هېواد کې یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې زرګونه جي پي اېس الې هم نصب کړې دي.


