د امریکا سویلي قوماندانۍ ویلي چې په ارام سمندر کې یې د نشهيي توکو قاچاقکوونکو پر یوه کښتۍ برید کړی دی.
د راپورونو له مخې چې د امریکايي پوځ په دې برید کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د امریکا سویلي قوماندانۍ ویلي چې یادې ډلې د ختیځ ارام سمندر له لارې د نشهیي توکو قاچاق تنظیم کړی وو.
خو تر اوسه په رسمي ډول دا نه دي تایید شوي چې په بېړۍ کې ناست کسان په رښتیا د نشهيي توکو قاچاقکوونکي وو که بل څوک وو.
په راپورونو کې ویل شوي چې د هوايي جګړو د څار بنسټ «اېر وارس» وايي، امریکا د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې په ارام او کارابین سمندرونو کې لږ تر لږه ۳۵ بریدونه کړي، چې پکې ۱۲۸ کسان وژل شوي دي.
د ویلو ده چې امریکايي پوځ تر دې مخکې هم په ارام سمندر کې ورته بریدونه کړي چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.


