په نړیوال بازار کې د ډالر د راټېټېدو سره، په کابل کې د دې اسعارو بیه په وروستیو اوونیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده، چې نن ورځ هر ډالر په ۶۳ افغانیو پلورل کیږي.
نن سهار (دوشنبه، د سلواغې ۲۰مه) په کابل کې یو امریکایی ډالر په ۶۳ افغانیو پلورل کېده. اقتصاد پوهان وايي چې اقتصادي فشار او انفلاسیون په خلکو باندې دوام لري
د ا.ا تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د ډالر د اخیستلو او په ۶۳.۶۵ افغانیو پلورلو وروستۍ نرخ اعلان کړ.
دا په وروستیو ورځو کې ترټولو ټیټ نرخ دی؛ که څه هم ډالر په افغانستان کې د څو میاشتو راهیسې کم شوی دی.
تېر کال، د ډونالډ ټرمپ د لوړې او افغانستان ته د مرستو د بندېدو له اعلان وروسته، د ډالر نرخ لوړ شو او له ۷۵ افغانیو څخه ډیر شو.
په افغانستان کې د ډالر نرخ د خلکو د پېرودلو ځواک اغېزه کوي، ځکه چې هېواد په وارداتو پورې تړلی دی او توکي په ډالرو واردیږي.
خو، اوس مهال، د بېوزلۍ او بې کارۍ د شدت سره، د ډالر د نرخ کمښت د خلکو د پېرودلو ځواک اغېزمن نه ښکاري، او خلک د لوړو بیو په اړه شکایت کوي.
د یادولو ده چې د ډالر نرخ په نړیوالو بازارونو کې د یورو او پونډ په وړاندې کمیږي.
شنونکي په دې باور دي چې د ډالر د کمښت یوه برخه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پالیسیو او د سوداګرۍ جګړې د زیاتوالي له امله ده. په دې حالت کې، پانګه اچوونکي د خپلو پیسو ساتلو لپاره د خوندي ځای په لټه کې دي، او غوره انتخاب سره زر دی، له همدې امله د سرو زرو بیه مخ په زیاتېدو ده. د ټرمپ اداره د متحده ایالاتو د فدرالي زیرمو د سود نرخونو کمولو په لټه کې هم ده، کوم چې کولی شي ډالر نور هم کمزوری کړي.



