د ا.ا اقتصاد وزیر، قاري دین محمد د CRS نړیوالې موسسې له رییس «شان کلاهان» او مل پلاوي سره په کتنه کې د راستنوشویو پر لاسنیوي او بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د یادې موسسې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د بشري مرستو پر دوام او راستنوشویو ته د اسانتیاوو پر رامنځتهکولو بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې راغلي پلاوي د راستنیدونکو د کوچني سوداګریز ملاتړ چمتوکولو په برخه کې د دوامداره همکارۍ او د فعالیتونو د پراختیا ډاډ څرګند کړی دی.
په ورته مهال د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد د CRS نړیوالې موسسې له فعالیتونو د هرکلي ترڅنګ غوښتي چې بشري مرستو ته دوام ورکړي او ډېر تمرکز د پراختیایي پروژو پر پلېکولو وکړي.
د اقتصاد وزیر همداراز د راستنېدونکو د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړیتوب بللی او ویلي یې دي چې دا مهال په ۲۵ ولایتونو کې د راستنیدونکو لپاره ۳۴ استوګنیز ښارګوټي ځانګړي شوي دي.
خو قاري دین محمد ټینګار کړی چې دا استوګنیز ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، د سرپناوو جوړول، کلینیکونه، ښوونځي او نورو ټولنیز خدماتو په ګډون عامه اسانتیاوو ته اړتیا لري چې نړیوال سازمانونه دې برخه کې همکاري کولای شي.


