خانهافغانستانافغانستان بانک څه باندې ۵۳۷ میلیون زاړه بانکنوټونه سوځولي  

افغانستان بانک څه باندې ۵۳۷ میلیون زاړه بانکنوټونه سوځولي  

د افغانستان بانک وایي چې د یاد بانک له کړنلارو سره سم په هرات ولایت کې ۴۳۷ میلیون ۷۴۶ زره زاړه بانکنوټونه سوځول شوي دي.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې چې دا بانکنوټونه له غرب زون څخه راټول او د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې وروسته سوځول شوي دي. 

د دوی په وینا چې په دغو بانکنوټونو کې ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ ګون شته وو چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال، ملا محمد اخند په مشرۍ له منځه وړل شوي دي.

افغانستان بانک د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو پروسه د بانک د دوامدارې ستراتیژۍ یوه برخه بللې، او په وینا یې چې په دې سره به هېوادوال د خپلو ورځنیو راکړو ورکړو لپاره د افغانۍ سالمو او نویو بانکنوټونو ته لاسرسی ولري.

د افغانستان بانک دویم مرستیال همداراز ویلي چې د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو موخه د مالي نظام د شفافیت او د افغانۍ د اعتبار ساتنې په برخه کې یوه له مهمو پروسو څخه ګڼل کیږي.

د یادولو ده چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته‌کولو په موخه وخت په وخت مندرس بانکنوټونه راټول او په بدل کې یې بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کړي دي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه