د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د ازبکستان هېواد د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او د یاد هېواد د جمهور رئیس له سلاکار ښاغلي جولان وهابوف سره لیدلي او د دواړو هېوادنو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کو په کابل کې د ازبکستان سفیر او له هغه هېواد څخه راغلي رسمي پلاوي هم ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي احمدالله زاهد ازبکستاني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو، متوازنو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پراخ سوداګریز فرصتونه شته او اړینه ده چې له دغو شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو چارو د تعقیب لپاره ځانګړي کمېټې ټاکل شوي دي، چې باید په جدي توګه خپلو مسؤلیتونو ته پاملرنه وکړي، څو شته ستونزې او خنډونه له منځه ولاړ شي.
په همدې حال کي ښاغلي جولان وهابوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د افغانستان او ازبکستان کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ میلیونه ډالره و، خو د تېر کال تر پایه دغه کچه ۱.۶ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کي به دا سوداګریز حجم تر ۲ میلیارده ډالرو پورې ورسېږي.


