خانهنړۍسعودي عربستان په سوریه کې د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت...

سعودي عربستان په سوریه کې د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کوي 

د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په سوریه کې د پانګونې هوکړې لاسلیک کړې دي. 

د راپورونو له مخې چې دا مهال د سوریې او سعودي عربستان ترمنځ بانکي همکارۍ عادي ته ګرځېدلې او سعودي عربستان غواړي چې په یاد هېواد کې د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې سعودي عربستان له سوریې سره د دغه هېواد د زېربناوو هوایي چلن، مخابراتو، انرژۍ او اوبو په برخو کې د پانګونې هوکړې لاسلیک کړې او د دې ترڅنګ پلان لري چې د حلب ښار د دوو هوایي ډګرونو د پراختیا په برخه کې هم پانګونه وکړي.

په ورته مهال د سعودي عربستان د پانګونې وزیر ویلي چې سعودي عربستان د سوریې ثبات او اقتصادي پرمختګ ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي همکارۍ عادي شوې دي.

سعودي عربستان تر دې مخکې هم ویلي وو چې د سوریې د بیارغونې په برخه کې به میلیاردونه ډالر پانګونه کوي.

د یادولو ده چې له تېر یو کال راهیسې سوریې د امریکا په ګډون له ډېرو هېوادونو سره اړیکې پراخه کړې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه