خانهافغانستاننږدې شپږ نیم زره راستانه شویو کډوالو ته ځمکې وېشل شوي

نږدې شپږ نیم زره راستانه شویو کډوالو ته ځمکې وېشل شوي

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر ولایتونو کې راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو د نمرو د وېش بهیر د منظور شوي تفصیلي پلان له مخې په منظم ډول ترسره کړ.

په دغه لړ کې، په کونړ کې (۱۵۵) راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي، چې په دې سره په یاد ولایت کې د وېشل شویو نمرو شمېر تر دې مهاله (۵۰۶) کورنیو ته پورته شو.

همداراز، په ننګرهار کې (۵۷۰) راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو وېش بشپړ شو چې مجموعاً تر دې دمه (۱۲۰۳) کورنیو ته د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

په ورته مهال، کندز کې (۱۰۹) راستانه شوو کورنیو ته د تفصیلي پلان له مخې د ځمکو وېش ترسره شو، چې په دې سره د یاد ولایت ټولیز شمېر (۹۲۰) کورنیو ته ورسېد.

سربېره پر دې، په زابل کې هم (۶۱) راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو نمرې د ټاکلي پلان مطابق ووېشل شوې.

په ټوله کې، د همدې تېرې اوونۍ په ترڅ کې (۸۹۵)راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو وېش ترسره شو او په عمومي ډول تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې (۶۴۳۷) کډوالو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو په موخه د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د هېواد یو شمېر ولایتونو کې کډوالو د ځمکو وېش لړۍ پيل او دایمي مېشت ځایونه وېشل شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه