د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون، نن د پاکستان او هالنډ په لوبې پيل شوې.
ټآکل شوې ده، چې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربهتوب ترسره شي. د دې جام په لومړۍ لوبه کې پاکستان او هالنډ سره مخ دي.
د سږکال نړیوال جام سیالیو کې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په D ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، سویليافریقا او متحده عربي اماراتو سره لوبېږي.
د نن ورځې دویمه لوبه کې له غرمې وروسته ۲ بجې به د سکاټلنډ او ویست انډیز او د ماښام په ۶ بجو به درېیمه لوبه د هند او امریکا ترمنځ لوبه ترسره شي.
باید وویل شي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ۱۰ بجې د هند په چینای ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.
د یادولو ده چې افغان لوبډله به د نړیوال جام د رسمي سیالیو له پیل وړاندې د فبروري میاشتې په ۲مه او ۴مه، د هند په بنګلور کې په ترتیب سره د سکاټلنډ او وېسټ انډیز لوبډلو پر وړاندې خپلې تمریناتي سیالۍ ترسره کړې او دواړه یې په خپلې ګټې پای ته ورسولې. افغان لوبډله به د فبروري په ۸مه د هندوستان په چنایی کې د خپلې لومړۍ رسمي لوبې لپاره د نیوزیلنډ پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.


