خانهنړۍټرمپ پر ایران د سیاسي او اقتصادي فشارونو د زیاتولو فرمان لاسلیک...

ټرمپ پر ایران د سیاسي او اقتصادي فشارونو د زیاتولو فرمان لاسلیک کړی

دا چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هسته‌يي مذاکرات پیل شوي، بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر ایران د سیاسي او اقتصادي فشارونو زیاتولو فرمان لاسلیک کړی دی. 

سپینې ماڼۍ ویلي چې د دې اجراییوي فرمان په لاسلیک‌کولو سره د ایران پر وړاندې ملي بېړنی حالت غځول شوی او ترڅنګ یې له ایران سره د راکړې ورکړې لرونکو هېوادونو پر وړاندې د تعرفې لګولو نوی میکانیزم رامنځته شوی دی. 

په راپورونو کې ویل شوي چې د دې فرمان له مخې د ایران حکومت سیاستونه د امریکا ملي امنیت او اقتصاد لپاره ګواښ بلل شوی دی. 

سپینې ماڼۍ ویلي چې دا اقدام د ایران د اقتصادي سرچینو د وچولو او د تهران د سوداګریزو شبکو د پاشلو په موخه شوی دی.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري په دې فرمان کې همداراز ایران د ترهګرو تر ټولو لوی ملاتړی هم بلل شوی دی. 

د ټرمپ له لوري دا فرمان داسې مهال لاسلیک کېږي چې تازه د واشنګټن او تهران ترمنځ هسته‌يي مذاکرات هم پیل شوي او په ایران کې له خونړیو لاریونونو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې هم په بې‌سارې توګه ترینګلې شوې دي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه