خانهافغانستانخوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي

خوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي

د خوست مسوولین وایي، د یاد ولایت په «باک» ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ څاروي سوځېدلي، چې یو شمېر پکې تلف شوي دي. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند، مستغفر ګربز په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پېښه په «توطاک» غرنۍ سیمه کې شوې او دا سلګونه څاروي په اور کې بند پاتې شوي وو. 

د خبرپاڼې له مخې: “یاده پېښه تيره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادې سیمې په یوه غره کې اور ولګېد او له امله یې ګڼ شمېر څاروي په اور کې ایسار پاتې شول.”

مستغفر ګربز لیکلي چې ‏د دغو څارويو له جملې څخه یو شمېر تلف شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د خوست ولایت مقام رهبرۍ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې د کره ارزونې، د زیانونو د تثبیت او د ټپیانو څارويو د درملنې لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي او له زیانمنو شوو مالدارانو سره لازمه همکاري وکړي.

تر دې مخې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اورلګېدنو په پېښو کې سلګونه څاروي تلف شوي دي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه