د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پلازمېنې، اسلاماباد په یو جومات کې هغه چاودنه په کلکه غندلې چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او له ۸۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په اېکسپاڼه لیکلي: “اسلامي امارت دا ډول بریدونه چې د سپېڅلو شعائرو او جوماتونو حرمت ننگوي او عبادت کوونکي او ملکيان په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي او په کلکو ټکو یې غندي.”
ښاغلي بلخي لیکلي چې دوی د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.
د پاکستان پلازمېنې، اسلاماباد په یو روغتون کې د نننۍ چاودنې له امله تر دې دمه د ۱۵ کسانو وژلکېدل او له ۸۰ ډېرو ټپيکېدل تایید شوي دي.
د یادولو ده چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د جمعې د لمانځه پرمهال شوې ده.
دا چاودنه داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو او بلوچ بېلتونغوښتونکو ترمنځ خونړۍ نښتې هم پیل شوې دي او د دې ترڅنګ په خیبر پښتونخوا کې هم د «ټيټيپي» وسلهوالو او پاکستاني حکومت ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.


