نن جمعه د عمان په پلازمېنه «مسقط» کې د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ هستهيي مذاکرات پیل شوي دي. بلخوا د ایران لپاره د امریکا مجازي سفارت له امریکايي وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له ایران څخه ووځي.
دغه سفارت له امریکايي وګړو غوښتي چې د حکومت له اړتیا پرته ایران پرېږدي، او یا په خوندي ځایونو کې پاتې شي.
په خبرتیا کې ویل شوي چې په ایران کې مېشت امریکایي وګړي دې له ځان سره خواړه، اوبه او درمل هم ولري.
دا خبرداری داسې مهال ورکول شوی چې نن جمعه د عمان په پلازمېنه «مسقط» کې د امریکا او ایران هستهيي مذاکرات هم پیل شوي دي او له ایران څخه د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ورغلی دی.
عباس عراقچي ویلي چې له امریکايي لوري سره یې په خلاصو سترګو مذاکراتو ته ننوځي.
د یادولو ده چې له په ایران کې له خونړیو لاریونونو وروسته د واشنګټن او تهران اړیکې په بېسارې توګه ترینګلې شوې او یو بل ته یې د پوځي اقدام خبرداري هم ورکړي دي.


