په بلخ کې د ا.ا د امنیتي قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د ترافیکي پېښه له امله څلور کسان مړه شوي او یو کس ټپي دی.
په بلخ ولایت د ا.ا د امنیتي قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق نن(پنجشنبه، د فبروري ۵مه) وویل، چې دا پېښه تېره شپه چهارشنبه د حیرتان- مزار شریف په لاره کې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کرولا او یو ټراکټور ټکر شوی او ټول قربانیان په کرولا کې سپاره وو.
د بلخ ولایت د ا.ا د امنیتي قوماندانۍ ویاند د پېښې لامل نه دی په ګوته کړی.
له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا د ا.ا مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت مسوولینو ویلي وو چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره یې په لسګونه مسافر وړونکو موټرو کې جي پي اېس الې نصب کړې دي.


