خانهافغانستاند متحده عربي اماراتو له بندخونو څه باندې ۱۰۰ افغانان ازاد شول

د متحده عربي اماراتو له بندخونو څه باندې ۱۰۰ افغانان ازاد شول

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت وایي، د متحده عربي اماراتو له بندخونو ۱۰۸ افغانان ازاد چې ځینې یې هېواد ته راستانه شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند، ضیاءاحمد تکل په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا افغانان هلته د افغانستان سفارت په هڅو د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت خوشې شوي دي. 

د ښاغلي تکل په وینا چې له خوشې شويو کسانو يو شمېر هېواد ته راستانه شوي او د پاتې کسانو د راستنېدو بهير به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې یاد وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کوي او ډاډ ورکوي چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د تعقيب لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د یادولو ده چې په متحده عربي اماراتو سربېره له یو شمېر نورو هېوادونو هم سلګونه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي. 

اسلامي امارت تر دې مخکې هم ویلي وو چې په ځینو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو په هڅو د افغان بندیانو د راخوشې‌کولو هڅې پیل شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه