د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې د څلورمه غونډه په حضوري او انلاین ډول د کابل سیرینا په غونډه کې ترسره شوه، دا غونډه د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې پروسې یوه برخه ده.
د ا.ا د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، روغتیا، کرنې او مالدارۍ وزارتونو استازو، او همدارنګه د یوناما، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او څو هېوادونو په ګډون د نړیوالو ادارو ډیپلوماتانو او متخصصینو په دې غونډه کې ګډون وکړ.
د ا.ا د مشر د کوکنارو د کښت د بندیز فرمان ته په اشارې سره، د ا.ا استازو ادعا وکړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریبا صفر ته رسېدلی دی.
دوی دا اقدام د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ا.ا د جدي هوډ او وړتیا ښودنه وبلله، او د دې لاسته راوړنو د ساتلو لپاره یې د نړیوالې همکارۍ، ګډې پانګونې او متقابل باور پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ا.ا چارواکو د مصنوعي نشهیي توکو د ګواښ په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړه، چې دوی یې له افغانستان څخه بهر سرچینه ګڼي.
د یوناما او د مختلفو هېوادونو د استازو په ګډون نړیوالو ګډونوالو تر اوسه په رسمي ډول د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دوی د کوکنارو د کښت په کمولو کې د بې ساري لاسته راوړنې ستاینه وکړه او د دوحې پروسې په چوکاټ کې او په دوه اړخیزه توګه د لا زیاتو همکاریو ژمنه یې وکړه.


