د پاسپورټ ریاست ویاند ویلي، د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په مرکز او ولایاتو کې ۷۸ زره او ۷۵۰ تمدید شوي پاسپورټونه او بهرني اقامه لرونکو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه وېشل شوي دي.
د پاسپورټ ریاست ویاند قاري عمري لوګري نن(چهارشنبه، د فبروري مه) په اېکس ټولنیزې شبکې کې ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په مرکز او ولایاتو کې ۷۸ زره او ۷۵۰ تمدید شوي پاسپورټونه او بهرني اقامه لرونکو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه وېشل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په اوسط ډول هره ورځ څه باندې دوه زره پاسپورټ غوښتونکو چارې په منظم او شفاف ډول تر سره کېږي.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې د پاسپورټ لوی ریاست د خدمتونو د ښهوالي لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي؛ پکې د انلاین غوښتنلیکونو تنظیم، په کابل کې د یو شمېر څانګو پرانیستل، د الکترونیکي تذکرو سره د بایومتریک سیستم نښلول، د افغانستان بانک او د کاغذي تذکرو د تایید څانګې، د پاسپورټونو تر کور او کار ځای پورې وېش، د شکایتونو ځانګړې شمېره، او د اداري او تخنیکي تجهیزاتو زیاتوالی شامل دي.
باید وویل شي چې ا.ا په راتلو سره د پاسپورټ اخیستل خورا ستونزمن وه، او او ډېری خلکو به د دې پېژندل پاڼې اخیستو لپاره د پاسپورټ ریاست دروازې شاته شپې سبا کولې.
چې اوس مهال دغه پروسه اسانه شوې او یوازې په یوې او دوو ورځو کې پاسپورټ اخیستل کېږي.


