خانهنړۍبرازیل کې یوه بس اور اخیستی او ۱۶ کسان مړه شوي

برازیل کې یوه بس اور اخیستی او ۱۶ کسان مړه شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د برازیل په شمال ختیځ کې د مذهبي جشن څخه د راستنېدو په حال کې یوه بس د سړک څخه ووت او اور یې واخیست.

د الجزیرې په وینا، په دې مرګونې پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۶ کسان مړه شول، په داسې حال کې چې څو نور د سختو ټپونو سره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د القواس ایالت د هوايي چلند د څانګې ریس ډګروال اندرې مادیرو په وینا، چې د ژغورنې په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، ځینې مسافر د ټکر له امله له موټر څخه ایستل شوي او نور د بس لاندې بند پاتې دي.

د ېیښې له ځای څخه انځورونه ښیې چې بس په بشپړ ډول ویجاړ شوی او ټپي شوي مساپر د مرستې په تمه دي. ژوندي پاتې شوي کسان، په شمول د یو سخت ټپي ماشوم، د طبي پاملرنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د القواس ایالت والي پاولو ډانتاس د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او په ایالت کې یې د دریو ورځو ملي ماتم اعلان کړ.

ویل کیږي چې بس د سیارا ایالت کې د “د کینډیلاریا میرمن” فستیوال څخه راستنېدل، کوم چې هر کال د فبروري په ۲مه نېټه زرګونه زیارت کونکي راجلبوي. د پېښې د اصلي لامل په اړه تحقیقات روان دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه