اوکرایني چارواکي وایي چې تېره شپه روسیې د اوکراین پر سوېل ختیځ «زاپورېژیا» ښار خونړي ډرون بریدونه کړي چې له امله یې مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې چې د روسیې له لوري د اوکراین پر سوېل ختیځ زاپورېژیا ښار د ډرون برید له امله دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه نهه نور ټپیان دي.
په راپورونو کې د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي شوي چې د دغو بریدونو له امله یو شمېر استوګنیزې ودانۍ هم ویجاړې شوې، او ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته وړل شوي دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د لنډمهاله اوربند خبرې هم جدي روانې دي.
بلخوا د امریکا په مشرۍ لوېدیځو هېوادونو د دې څو کلنې جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې پیل کړې، خو لا هم کومه مثبته پایله نه تر سترګو کېږي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم په وروستیو کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او اوربند هڅې پيل کړې، خو داسې ښکاري چې دا جګړه به لا پسې اوږده شي.
د یادولو ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بېځایه شوي دي.


