ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته په رسمي سفر رسېدلی دی.
ترکیې ولسمشر میرمن، امینه اردوغان، او د ترکیې یو شمېر مهم وزیران، په شمول د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د خزانې او مالیې وزیر محمد سمسیک، د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزیر ماهینور اوزدیمیر ګوکتاس، د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بایرقتار، د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح قاچر، د ځوانانو او سپورت وزیر عثمان اشیګنبک، او د ملي دفاع وزیر یاسر ګولر، په دې سفر کې د اردوغان سره ملګري دي.
د اردوغان سفر په داسې حال کې کېږي چې د ترکیې او خلیج هېوادونو ترمنځ سیمهییزې اړیکې او اقتصادي همکارۍ، په ځانګړي توګه سعودي عربستان، ستراتیژیک اهمیت ترلاسه کړی دی. شنونکي وايي چې دا سفر کولی شي د انرژۍ، سوداګرۍ، پانګونې او امنیتي همکارۍ په برخو کې د نویو تړونونو لپاره لاره هواره کړي.
د سعودي عربستان له سفر وروسته، اردوغان ټاکل شوې ده چې د فبروري ۴مه د مصر پلازمینې قاهرې ته سفر وکړي ترڅو دوه اړخیزې او سیمهییزې خبرې اترې دوام ومومي. د هغه سفرنامه د ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د منځني ختیځ په مسلو کې د فعال رول لوبولو لپاره د ترکیې هڅې منعکس کوي.
باید وویل شي په وروستیو کلونو کې، ترکیې په خپل بهرني سیاست کې د سیمهییزو هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا هڅه کړې، او د سعودي عربستان او بیا مصر ته د اردوغان سفر د سیمهییزو پالیسیو کې د توازن رامنځته کولو او د اقتصادي او امنیتي همکارۍ د پراخولو لپاره د یوې لارې په توګه تحلیل کیدی شي.


