د واشنګټن او تهران د اړیکو د ترینګلتیا په دوام، تازه د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد به هېڅکله خپل متحدین د امریکا د ګواښونو پر وړاندې یوازې پرېنږدي.
دغه وزارت تېر ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي چې مسکو خپل پخواني متحدین لکه ایران، وینزویلا، ارمنستان او سوریه د امریکا د فشارونو پر وړاندې یوازې پرېنږدي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې یاد هېوادونه د روسیې مهم شریکان دي او دوی یې ملاتړ ته ژمن دي.
تر دې مخې د روسیې بهرنیو چارو وزارت له امریکا څخه یو وار بیا په جدي توګه غوښتي چې د وینزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو ژر تر ژره خوشی کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا له لوري د نیکولاس مادورو نیول له ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او امریکا باید ژر تر ژره مادورو خوشی کړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په ایران کې له خونړیو لاریونونو وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې په بېسارې توګه ترینګلې شوې او د یو بل پر وړاندې د پوځي اقدام خبرداري تبادله شوي دي.


