د شانګهای همکارۍ سازمان له غونډو څخه د څلورو کلونو له محرومۍ وروسته، د ا.ا چارواکو اعلان وکړ چې دوی په دې سازمان کې د فعال رول د بیا راژوندي کولو لپاره جدي هڅې پیل کړې دي.
په مسکو کې د ا.ا سفیر مولوي ګلحسن حسن د روسیې د تاس خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې اعلان وکړ چې افغانستان به د شانګهای همکارۍ سازمان کې د څارونکي هېواد په توګه خپل فعال ګډون بیا پیل کړي.
د هغه په وینا، د مسکو او بیجینګ د هڅو سره، د سازمان زیاتره غړو دې پایلې ته رسېدلي چې په دې سازمان کې د افغانستان د فعال شتون بیا رغونه منطقي او ممکنه ده.
هغه ټینګار وکړ: “افغانستان باید د خپل څارونکي دریځ سره سم د سازمان په غونډو کې ګډون وکړي.” دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې، په تیرو څلورو کلونو کې (له هغه وخت راهیسې چې ا.ا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته راستون شو)، افغانستان د څارونکي دریځ سره سره، د سازمان غونډو ته نه دی بلل شوی.
د دې نه بلنې اصلي لاملونه د سازمان د غړو (لکه چین، روسیه، هند او پاکستان) د بشري حقونو د مسلو، د یو ټولشموله حکومت د جوړولو، ترهګرۍ او د نشهیي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې وې، او ا.ا تر اوسه پورې د اړتیا وړ اجماع نه ده ترلاسه کړې.


