خانهسپورتپاکستان په شل اووريز نړيوال جام کې له هند سره لوبه نه...

پاکستان په شل اووريز نړيوال جام کې له هند سره لوبه نه کوي

پاکستان حکومت تيره ورځ اعلان وکړ، چې د دوی لوبډله به د ۲۰۲۶ کال شل اووريز نړيوال جام کې ګډون کوي، خو د هند پر وړاندې نه لوبېږي.

پاکستان حکومت تيره ورځ(یکشنبه، د فبروري لومړۍ نېټه) اعلان وکړ، د دوی لوبډله به د ۲۰۲۶ کال شل اووريز نړيوال جام کې ګډون کوي، خو د هند پر وړاندې نه لوبېږي.

د کرکټ نړيوالې شورا د دغه پرېکړې سره په غبرګون کې وویل چې د پاکستان حکومت دغه پريکړې ته په يوه اعلاميه کې غبرګون وښود او ويلي دي ، چې د حکومتونو پرېکړو ته احترام لري خو داسې نشي کېدلی چې لوبډلې دې په خپله خوښه خپلې لوبې وکړي.

په ورته وخت کې د کرکټ نړيوالې شورا د د پاکستان دغه پرېکړې په تړاو مشورې او غونډې پيل کړي، خو دوی لا هم د پاکستان کرکټ بورډ څخه د رسمي خبر په تمه دي، ترڅو يې کنفرم کړي ، نو له هغې وروسته به بيا د پاکستان په تړاو تصميم نيول کيږي.

 راپورونه وايي، چې د پاکستان ددې پرېکړې په تړاو له راتلونکي ۴۸ـ ۷۲  ساعتونو پورې د کرکټ نړيوالې شورا د غړو ترمنځ ستره غونډه کېدونکې ده، چې به پکې د پاکستان – کرکټ په تړاو مهمې پرېکړې ونيول شي.

پاکستان هند سره د نه لوبېدو په هلکه وضاحت نه دی ورکړی، خو تېره اوونۍ د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره له کتو وروسته ویلي وو، “لومړي وزير د تولو غوراويو په نظر کې نيولو سره د مسلې د حل کولو لارښوونه کړې ده”.
هند سره د پاکستان نه لوبېدل یو لامل له بنګله دېش سره د کرکټ نړیوالې شورا لخوا وایستل شوه. د کرکټ نړيوالې شورا وروسته له هغه بنګله دېش له نړيوال جام بهر کړ چې دغه هېواد په هند کې له لوبو کولو انکار وکړ.
مشر محسن نقوي دا پرېکړه “ناانصافي” او د بنګله دېش پر وړاندې دوه ګونی چلند بللی و.نوموړي همداراز ويلي وو، “پر بنګله دېش هم بايد هماغه اصول عملي شي کوم چې پر نورو پلي کېږي. که یو هېواد د امنيتي دلايلو له کبله په بل هېواد کې له لوبې انکار کوي، بنګله دېش ته هم باید دا حق ورکړل شي”.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالۍ به د فبرورۍ په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه