د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي یو وار بیا خبرداری ورکړی چې که د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام وشي، ځواب به یې ډېر چټک او سخت وي.
ښاغلي عراقچي د تهران او واشنګټن د پوځي تقابل د مخنیوي لپاره د منځګړو هېوادونو هڅو ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري به یو «عادلانه او منصفانه» تړون ته ورسېږي.
د هغه په وینا چې امریکا او ایران داسې یو تړون ته هم رسېدلی شي چې هېڅ ډول اټومي وسلې به پکې نه وي او په لنډه موده کې د دواړو لوریو لپاره ګټورو پایلو ته لاسرسی آسان دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر اوسنی وضعیت ترینګلی بللی او خبرداری یې ورکړی چې تهران احتمالي برید ته بشپړ چمتووالی لري او که برید وشي، سختې پایلې به ولري.
بلخوا د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي تقابل د مخنیوي لپاره د منځګړو هېوادونو هڅې په شدت سره روانې دي. په وروستیو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر تهران ته په رسمي سفر تللی او د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې د هڅو خبر ورکړی دی.
د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې په ایران کې د وروستیو خونړیو لاریونونو پر سر لا ترینګلې شوې دي.


