خانهنړۍخامنه‌اي: ایران د امریکا له ګواښونو څخه نه وېرېږي

خامنه‌اي: ایران د امریکا له ګواښونو څخه نه وېرېږي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي په حسینیه خمیني کې په یوه وروستۍ وینا کې وویل چې که امریکا جګړه وکړي، نو دا ځل به شخړه محدوده نه وي او ابعاد به یې سیمه‌ییزې کچې ته ورسېږي.

خامنه‌اي زیاته کړه چې د الوتکو او کښتیو سره د امریکا ګواښونه کومه نوې مسله نه ده او د ایران ملت له دې ګواښونو څخه نه وېرېږي. هغه ټینګار وکړ چې ایران د جګړې پیل کونکی نه دی، خو د هر برید یا ځورونې په وړاندې به قاطع ځواب ووایی.

د ایران دغه مشر د تېر کال د جنوري لاریونونه هم “فتنه” وبلل او ویې ویل چې دا لاریونونه د کودتا سره ورته وو خو وځپل شول. د خامنه‌اي په وینا، لاریون کونکو هڅه وکړه چې د هېواد د ادارې حساس مرکزونه ویجاړ پشمول د پولیسو، دولتي ادارو، سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو مرکزونو، بانکونو او حتی جوماتونو او قران کریم سوځول شوي دي.

خامنه‌ای ټینګار وکړ چې د ایران ملت به د داخلي او بهرنیو ګواښونو په وړاندې متحد او مقاومت ولري او هېڅ ګواښ نشي کولی د خلکو اراده کمزورې کړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې په سیمه کې د امریکا نظامي شتون زیات شوی او په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. ایران په وار وار ټینګار کړی چې د هېواد او سیمې امنیت ورته مهم دی او د هر ډول دښمنانه عمل ځواب به ورکړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه