د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د هلمند ولایت په مرکز، لښکرګاه کې د «زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ» په نوم درېورځنی ملي نندارتون پرانیستل شوی دی.
خامهپریس ته د دغه وزارت په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا نندارتون د لښکرګاه په «الماس جمنازیوم» د حقمل نندارتون دایرولو او سیکارام احمدي بازار مونندنې خدماتي شرکتونو له لوري پرانیستل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې یاد نندارتون د هلمند مرستیال والي، محمد نبي حماس له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ پرانیستل شوی چې موخه یې د هېواد د صنعت ظرفیتونو په ښودلو، د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د سوداګریزو فرصتونو د لا پراخولو لپاره د مثبتې فضا رامنځته کول بلل شوي دي.
“په دې نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي موادو، درملو او ساختماني موادو په برخه کې نږدې پنځوس ډوله توکو غرفې فعاله دي چې د کابل، مزارشریف، هرات، کندهار، پکتیکا او نورو ولایتونو صنعتکارانو پکې برخه اخیستې ده.”
سرچینې دا هم لیکلي، تمه کېږي چې دا نندارتون به د اقتصادي ودې، د پانګوونې د فرصتونو د لا زیاتوالي، او د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.


