د بغلان مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه په «کیلهګي» سیمه کې د پاسو او فیلډر موټر د ټکر په پایله کې شوې چې له امله اووه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او په دې اړه جدي څېړنې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند وژغوري.
د یادولو ده چې په وروستیو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې جي پي اېس الې هم نصب شوې دي.


