پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې “د بلوچستان د ازادۍ پوځ” د بلوچستان ایالت په لسو ښارونو کې د یو وخت او پراخو بریدونو اعلان وکړ.
دې ډلې د شنبې، د جنوري ۳۱مه، ادعا وکړه چې د دوی بریدونه امنیتي مرکزونه، پوځي پوستې او ځینې دولتي اهداف په نښه کړي او د “همغږي عملیاتو” برخې په توګه ترسره شوي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې راځي چې د پاکستان پوځ پرون اعلان وکړ چې د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د وسلهوالو پر وړاندې په پراخو عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، دا عملیات د نارامه سیمو د پاکولو او د وسلهوالو بیلتون غوښتونکو ډلو سره د مقابلې په هدف ترسره شوي او لاهم روان دي.
سیمهییزو رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د یو وخت بریدونو وروسته، د کوټې، توربت، پنجګور او څو نورو سیمو کې امنیتي تدابیر خورا زیات شوي دي، او اضافي اردو او پولیس ځواکونه دې سیمو ته لېږل شوي دي.
د ځینو سړکونو د تړلو او د اتباعو د تګ راتګ د ګډوډۍ راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په پاکستان کې د امنیتي چارو شنونکي وايي چې په یو وخت بریدونو کې زیاتوالی د وسله والو ډلو لخوا د ځواک ښودلو او وروستیو پوځي عملیاتو ته د ځواب ویلو هڅه په ګوته کوي.
بلوچستان په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو او یاغي ډلو ترمنځ د نښتو ډګر و، او دې ناامنۍ د ولایت د ثبات او امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.


