خانهنړۍعباس عراقچي: ایران هېڅکله د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه...

عباس عراقچي: ایران هېڅکله د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه و

د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو لا ترینګلتیاوو په دوام، د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردوغان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر، هاکان فیدان سره د وروستي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې عراقچي ټینګار کړی ایران هیڅکله هم د اټومي وسلو په لټه نه و او داسې یوې عادلانه هوکړې منلو ته چمتو دي چې د ایران خلکو مشروع ګټې خوندي کړي.

عباس عراقچي ویلي دغه هوکړه باید اټومي وسلو ته د نه لاسرسي او ټولو بندیزونو لغوه کول تضمین کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي همداراز په سیمه کې د سولې او ټیکاو ټینګښت برخه کې د ترکیې رول ستایل دی. 

د نوموړي په وینا چې ایران تل په سیمه کې د سولې او ټیکاو ساتنې او غیرقانوني تجاوزونو مخنیوي برخه کې د سیمې هېوادونو سره تعامل او همکارۍ ته چمتو دی.

د یادولو ده چې په ایران کې د حکومت ضد خونړيو لاریونونو وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې او ټرمپ څو ځلې پر ایران د برید خبرداری ورکړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه