خانهافغانستانسیګار له ۱۷ کلونو وروسته خپل ماموریت پای ته رسوي

سیګار له ۱۷ کلونو وروسته خپل ماموریت پای ته رسوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره (سیګار) اعلان وکړ چې دوی به په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۳۱مه خپل ماموریت پای ته ورسوي.

سیګار په تېرو ۱۷ کلونو کې په خپلواکه توګه د افغانستان سره د امریکا د یملیاردونو ډالرو مرستې څارنه مسوولیت لري.

دې ادارې په سلګونو راپورونه خپاره کړي چې د بیارغونې په پروژو کې پراخه فساد، ناسم مدیریت او ناکامۍ مستند کوي.

باید وویل شي چې سیګار اداره په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له لوري رامنځته شوه، د دې ادارې موخه په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو څارنه وه.

دغې ادارې پر اېکسپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې فعالیتونه یې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳۱مه پای رسېږي.

په یوه بیان کې، سیګار د ټولو هغو ادارو، څېړونکو او اتباعو څخه مننه وکړه چې د ادارې د څارنې کار یې ملاتړ کړی او د خپل ماموریت پای یې د افغانستان پورې اړوند پروګرامونو د بندولو د پروسې د یوې برخې په توګه بیان کړ.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه